۰

کاناډا له پاکستانه ۳۰۴ افغان اتباع انتقال کړل

پنجشنبه ۱۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۴
د کاناډا د مهاجرینو د چارو وزارت اعلان کړی چې له پاکستان څخه یې ۳۰۴ افغان اتباع دغه هیواد ته سپارلي دي.
کاناډا له پاکستانه ۳۰۴ افغان اتباع انتقال کړل
د کاناډا د مهاجرینو د چارو وزارت اعلان کړی چې له پاکستان څخه یې ۳۰۴ افغان اتباع دغه هیواد ته سپارلي دي.

دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه کډوال له پاکستان څخه د یوې چارټر الوتنې په ترڅ کې ټورنټو ته انتقال شوي دي.

اعلان کې ویل شوي چې نوي کډوال به په کاناډا کې په 27 ټولنو کې ځای په ځای شي.

په همدې حال کې د کاناډا حکومت تر دې مخکې اعلان کړی و، چې د ۴۰ زره افغان کډوالو د منلو هدف ته رسېدلی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي