۰
ملګري ملتونه:

د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې امیندواره ښځې د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله مري

پنجشنبه ۱۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۷
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې اکثره امیندواره ښځې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې امیندواره ښځې د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله مري
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې اکثره امیندواره ښځې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

دغه سازمان نن پنجشنبه د سلواغې ۱۹مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې اکثره امیندواره ښځې د زیږون پر مهال د نه پاملرنې له امله مري او یا هم روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله د امیندوارۍ له اختلالاتو سره مخ کېږي.

خو د مهارتونو نړيوال سازمان هم وايي، چې د افغانستان په لرو پرتو سيمو کې د ١١ روغتيايي کورونو د جوړولو چارې ٨٠ سلنه بشپړې شوې دي.

دغه سازمان هیله څرګنده کړه چې د دغو مرکزونو په جوړولو سره به نه یوازې د ماشومانو او میندو مړینه کمه شي، بلکې د عامو ناروغیو د درملنې لپاره به حیاتي سرچینې هم برابرې شي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې چې ۹،۵ میلیونه افغانان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي