۰

رینا امیري د ازبکستان له سفیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

شنبی ۲۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۴
د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، په واشنګټن کې یې د ازبکستان له سفیرې فرغت صدیقوف سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
رینا امیري د ازبکستان له سفیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، په واشنګټن کې یې د ازبکستان له سفیرې فرغت صدیقوف سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

مېرمن امیري پر خپل ټویټر لیکلي چې دا خبرې په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو د رول د اهمیت په اړه وې.

هغه دغه خبرې رغنده وبللې.

اميري زياته کړه، چې له صديقوف سره يې د يوه ټول شموله افغانستان په اړه چې د نارينه او ښځو حقونو ته په کې درناوى کېږي، د اصولي دريځ د ساتلو په اړه هوکړه کړې ده.

په همدې حال کې په امریکا کې د ازبکستان سفیر هم ویلي چې دوی په منځنۍ اسیا کې د سولې او ثبات د تامین او د افغانستان د خلکو د ملاتړ د غوره لارو په اړه خبرې کړې دي.

په عین حال کې، ازبک چارواکو په دې وروستیو کې د طالبانو په ګټه پراخه لابینګ پیل کړی دی.

دغه هېواد په افغانستان کې د ازبک طالبانو د فعالیتونو له پراخېدو اندېښمن دی.

جمهورخبري آژآنس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي