د اسلامي همکاريو د سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي طارق علي بختي د تاجکستان د بهرنيو چارو له وزير سراج الدين مهرالدين سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د اسلامي همکاریو سازمان د جمعې په ورځ د سلواغې په ۲۰ مه اعلان وکړ چې دغه غونډه د تاجکستان په دوشنبه کې جوړه شوه.
دغه سازمان زیاته کړې، چې دواړو لورو د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د پریکړو په چوکاټ کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د هڅو په اړه خبرې وکړې.
په اعلامیه کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له خوا د افغانستان تر واک لاندې کېدو وروسته تاجکستان د احمد مسعود په ګډون د طالبانو د یو شمېر مخالفو څېرو کوربه دی.
باید وویل شي چې تاجکستان له طالبانو سره ښې اړیکې نه لري.
جمهورخبري آژآنس