۰
د افغانستان په اړه د دوحې غونډه؛ کابلوف:

موږ خپلو شریکانو ته لارښوونه کوو چې له افغانستان سره سم چلند وکړي

شنبی ۲۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۴
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، هڅه به وکړي چې د دوحې په ناسته کې د مسکو شریکانو ته لارښوونه وکړي چې له افغانستان سره سم چلند وکړي.
موږ خپلو شریکانو ته لارښوونه کوو چې له افغانستان سره سم چلند وکړي
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، هڅه به وکړي چې د دوحې په ناسته کې د مسکو شریکانو ته لارښوونه وکړي چې له افغانستان سره سم چلند وکړي.

ښاغلي کابلوف دغه څرګندونې د جمعې په ورځ د روسیې له تاس خبري اژانس سره په خبرو کې وکړې.خو؛ هغه نور تفصیل ورنه کړ.

روسیه او چین په افغانستان کې متقابل چلند کوي او په تېرو دوو کلونو کې یې تل غربي هېوادونه له طالبانو سره د اړیکو په نه لرلو تورن کړي دي.

په همدې حال کې د دوحې غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په مسله کې د ښکېلو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړېږي.

په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د وروستي راپور پر وړاندیزونو خبرې وشي.

په دغه راپور کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د رامنځ ته کېدو، د بشري مرستو د زیاتې همغږۍ او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په ګډون د طالبانو د نړیوالو غوښتنو په اړه پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار شوی دی.

طالبانو ویلي چې د دوحې غونډې ته یې بلنه ورکړې وه؛ خو دوی تر اوسه پریکړه نه ده کړې چې په دې برخه کې به ګډون وکړي او که نه.

د مدني فعالانو په ګډون د طالبانو مخالفین هم غواړي چې په دې غونډه کې ګډون وکړي. خو دا څرګنده نه ده چې دوی ته بلنه ورکړل شوې او که نه.

جمهورخبري آژانس

ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي