۰

د طالبانو اقتصادي مرستیال د روسیې د ولسمشر له سلاکار سره وکتل

دوشنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۲
د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اقلیم د بدلون په چارو کې د روسیې د ولسمشر له سلاکار او ځانګړي استازي روسلان عادلګیرییف سره کتلي او ویلي یې دي چې د طالبانو او روسیې ترمنځ باید اړیکې زیاتې شي.
د طالبانو اقتصادي مرستیال د روسیې د ولسمشر له سلاکار سره وکتل
د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اقلیم د بدلون په چارو کې د روسیې د ولسمشر له سلاکار او ځانګړي استازي روسلان عادلګیرییف سره کتلي او ویلي یې دي چې د طالبانو او روسیې ترمنځ باید اړیکې زیاتې شي.

طالبانو نن دوشنبې د سلواغې ۲۳  په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف هم حضور درلود، دواړو لورو د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې وکړې. د طالبانو ډلې او د روسیې فدراسیون ترمنځ په افغانستان کې د پانګونې روسي پانګوالو د اقلیم د بدلون په برخه کې د ګډې همکارۍ او د طالبانو او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراخولو خبرې وکړې.

ملا برادر وويل، افغانستان او روسيه ښې سياسي او اقتصادي اړيکې لري او دواړه لوري بايد د دغو اړيکو د پراختيا لپاره له يو بل سره همکاري وکړي او هيچا ته اجازه ور نه کړي چې دغه اړيکې زيانمنې کړي.

هغه زیاته کړه، چې اوس په افغانستان کې له امنیت سره د پانګونې لپاره د پخوا په پرتله ښه چاپېریال برابر شوی او روسي پانګوال کولای شي په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

روسلان عادلګیریایف دا هم ویلي چې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو رښتیني انځور به د روسیې له حکومت او خلکو سره شریک کړي.

هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې له بشپړ امنیت سره یوشمېر روسي پانګوال په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتو دي.

جمهورخبري آژآنس

ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي