۰

خوست کې یو ډله ییز قبر موندل شوی

سی شنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۸
د طالبانو د خوست ښاروال وايي، په دغه ښار کې یو ډله ییز قبر موندلی شوی دی.
خوست کې یو ډله ییز قبر موندل شوی
د طالبانو د خوست ښاروال وايي، په دغه ښار کې یو ډله ییز قبر موندلی شوی دی.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ د سلواغې ۲۳مه وویل چې دغه قبر د دغه ولایت په «سلباني» سیمه کې د اوبو د یوه کوچني بند د جوړولو په موخه د کیندلو پر مهال موندل شوی دی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په دغه ډله ييز قبر کې د شاوخوا سلو تنو جسدونه موندل شوي دي.

ویل کیږي چې په ډله ایز قبر کې یو شمیر ښځې او ماشومان هم ښخ شوي دي.

د خوست ښاروال دا هم ویلي، چې د دغو جسدونو پر پاتې شونو پاتې شوې نښې ښيي، چې دوی د ډزو په پایله کې وژل شوي دي.

د دغه رياست په وينا، د دې وژنې وخت او انګيزه معلومه نه ده.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي