۰

هرات کې يو بوډا ووژل شو

سی شنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۲
په هرات کې عامه سرچینې وايي چې د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې یو ۷۰ کلن سړی د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.
هرات کې يو بوډا ووژل شو
په هرات کې عامه سرچینې وايي چې د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې یو ۷۰ کلن سړی د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه بوډا خواجه عبيدالله نومېده او د يکشنبې په ورځ د هرات ښار له مرکز جماد اباد سيمې څخه ورک شوى دى.

خو د هغه مړی د دوشنبې په ورځ د سلواغې  ۲۳ مه د انجیل ولسوالۍ په «کمرلاغ» سیمه کې وموندل شو.

سرچينې زياته کړې، چې د دغه بوډا پر بدن د وهلو ټکولو نښې ليدل شوي دي.

د دې پېښې انګېزه او عاملین لا هم معلوم نه دي.

جمهورخبري آژآنس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي