۰

هرات کې یوه طالب خپله ښځه زندۍ کړې

سی شنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۴
 سرچینې وايي، هرات ولایت کې د طالبانو یوه غړي خپله مېرمن تر وهلو ټکولو وروسته زندۍ کړې ده.
هرات کې یوه طالب خپله ښځه زندۍ کړې
 سرچینې وايي، هرات ولایت کې د طالبانو یوه غړي خپله مېرمن تر وهلو ټکولو وروسته زندۍ کړې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه دوشنبې سلواغې ٢٣مه د هرات ښار په څلورمه ناحيه کې رامنځته شوې ده.

دغې سرچینې  ویلي، دغه طالب له دې نجلۍ سره یې په زوره واده کړی او د بې اتفاقۍ او اختلاف له امله یې لومړی وهلې او وروسته یې په زندۍ وژلې ده.

ویل کیږي، چې د نجلۍ کورنۍ له پېښې وروسته د خپلې لور د جسد د ښخولو مخه ونیوله.

سرچينې زياته کړه، چې د دې نجلۍ جسد اوس د هرات عدلي طب کې ساتل شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اکثرو چارواکو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته د دویمې، دریمې او څلورمې میرمنې د ترلاسه کولو لپاره زور او پیسې کارولې.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي