۰

اوچا: سږ کال به ۱.۴۶ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شي

سی شنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۳
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، د دغه دفتر د وړاندوینې له مخې به په ۲۰۲۴ کال کې ۱.۴۶ میلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شي.
اوچا: سږ کال به ۱.۴۶ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، د دغه دفتر د وړاندوینې له مخې به په ۲۰۲۴ کال کې ۱.۴۶ میلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شي.

دغه دفتر د افغانستان په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې سږ کال به ۴۸۳ له پاکستانه او ۹۷۸ زره نور له ایرانه هېواد ته راستانه شي.
د دغه دفتر په راپور کې راغلي چې ښايي دا شمېره د کال په اوږدو کې لوړه شي.

اوچا زیاته کړه چې د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو او په کوربه هیوادونو باندې د فشار کمولو لپاره، دغو دوو هیوادونو ته د بشري مرستو د زیاتولو اړتیا ده.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د پاکستان حکومت د تېر کال د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې ۴۷۱ زره افغان مهاجرین ایستلي دي.

تر دې مخکې پاکستان اعلان کړی و چې ۱.۷ میلیونه افغان کډوال به له هېواده وباسي.

په هرصورت، اوچا وویل چې د خپلو شریکانو سره یوځای، دا توان لري چې سږکال 17.3 میلیونه اړو خلکو سره مرسته وکړي.

دغه راز په دغه راپور کې ویل شوي، چې افغانستان د وچکالۍ، د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو، د جنسیتي تاوتریخوالي د زیاتوالي په برخه کې د ساتنې له بحران سره مخ دی.

په همدې حال کې د دغه سازمان په وینا په افغانستان کې به ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.

​جمهورخبري آژانس
ارسال بازخورد
پانل‌های کناری
سابقه
ذخیره‌شده‌ها
مشارکت
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي