د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره دوه شرطونه وړاندې کړي او ویلي یې دي چې که دا شرطونه پوره نه شي، د دوحې په غونډه کې به ګډون ونه کړي.
د طالبانو د ډلې لومړی شرط دا دی چې د دې ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د دې ډلې مرستیالان به د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره د ملا محمد حسن اخند د لیک په اړه واضح او هر اړخیز بحث وکړي.
طالبانو په خپل دویم شرط کې ویلي، دا چې افغانستان د یوه مرکزي او متحد حکومت تر ادارې لاندې دی، نو د دوحې په ناسته کې د افغانستان په استازیتوب یوازې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ پلاوی ګډون وکړي او نور افغانان باید په کې نه وي.
د طالبانو ډلې ویلي، که دا شرطونه پوره نه شي، د دوحې په غونډه کې به ګډون ونه کړي.
جمهورخبري آژآنس