د افغانستان د سوک وهنې فدراسیون غړي زلمي لغماني د اروپا په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی دی.
د افغانستان د سوک وهنې فدراسیون وايي چې ښاغلي لغماني د افغانستان په استازیتوب د المپیک د کوټې په سیالیو کې ګډون کړی و.
دغه فدراسيون زياته کړه چې لغماني د ٦٣ کيلوګرامه وزن په سياليو کې د بوسنيا او سربيا د ورزشکارانو پر وړاندې درې پرله پسې برياوې ترلاسه کړې.
په اعلامیه کې راغلي چې دا سیالۍ د بوسنیا په کوربه توب ترسره شوې.
جمهورخبري آژانس