۰

طالبان: متعصبو کړیو د مونیخ غونډې غړو ته ناسم معلومات ورکړي دي

یکشنبه ۲۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۴
د طالبانو د ډلې ویاند وايي، د مونیخ غونډې د غړو اندېښنې بې بنسټه دي او د دې غونډې غړو ته متعصبو کړیو ناسم معلومات ورکړي دي.
طالبان: متعصبو کړیو د مونیخ غونډې غړو ته ناسم معلومات ورکړي دي
د طالبانو د ډلې ویاند وايي، د مونیخ غونډې د غړو اندېښنې بې بنسټه دي او د دې غونډې غړو ته متعصبو کړیو ناسم معلومات ورکړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبې (د سلواغې ۲۹) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د مونیخ په ناسته کې مطرح شوې اندېښنې بې بنسټه دي، افغانستان له ډېرو کلونو وروسته خوندي شوی دی.

مجاهد لیکلي، چې په افغانستان کې نه بهرنۍ ډلې شتون لري او نه هم د فعالیت اجازه لري، ځکه د اسلامي امارت له دوه کلنې واکمنۍ سره له افغانستان څخه هیڅ هیواد ته کوم ګواښ نه دی متوجه شوی.

طالبانو ویلي چې د نشه يي توکو پر وړاندې یې قوي او اغېزمن ګامونه پورته کړي، کښت یې صفر ته رسېدلی او د قاچاق پر وړاندې یې مبارزه روانه ده.

مجاهد لیکلي، چې د ښځو په ګډون د هېواد د ټولو اتباعو حقونه په کې مراعات شوي، د خلکو ژوند، مالي، اخلاقي او روحي خوندیتوب لري. د محاکمو دروازې پرته له توپیره د ټولو افغانانو پر مخ خلاصې دي او د هغوی حقونه په کې ساتل کیږي.

طالبانو ادعا کړې، چې هېواد د اقتصادي هوساینې پر لور روان دی، د اسعارو ارزښت ساتل شوی، سترې پروژې پیل شوي، د روغتیا، پوهنې او ساختماني برخو کې پرمختګ شوی او ښه پروګرامونه په لاس کې دي.

دغه محصل زیاته کړه، له دې ټولو پرمختګونو سره سره بیا هم د افغانستان ناسم انځور وړاندې کول، پروپاګند خپرول او له افغانستان څخه د وېرې او ګواښ احساس رامنځته کول، یا د هېوادونو د معلوماتو د نشتوالي ښکارندویي کوي او یا هم متعصبې کړۍ دا ډول غونډو ته ناسم معلومات لېږدوي.

د طالبانو ویاند ویلي، چې دسیسې هر څومره تبلیغات وکړي، افغانستان به پرمختګ ته دوام ورکوي او د هیچا اعلان او اندېښنې ته به انتظار نه کوي.

د يادونې وړ ده، چې د مونيخ غونډې غړو په خپله اعلاميه کې ويلي، چې طالبانو له ټولنې او سياسي پرېکړو د ښځو په لرې کولو سره د افغانستان راتلونکې له خطر سره مخ کړې ده. د جنسیت پر بنسټ د سیستماتیک ځورونې په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره، دوی وویل چې دا کیدای شي "د انسانیت په وړاندې د جرم یوه بیلګه وي."

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي