د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومیا سره وکتل او د زیربنایي پروژو په پیلولو کې یې د دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د جاپان سفیر ویلي چې جاپان او افغانستان اوږده تاریخي اړیکې لري او هېواد یې له افغانستان سره د ښو اړیکو د پراخولو لېوال دی.
هغه زیاته کړه، جاپان غواړي له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو په ټینګښت او نږدېوالي کې مهم رول ولوبوي او له افغانستان سره یې د خپل هېواد د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
کروميا وويل، هېواد يې چمتو دى، چې د بيارغونې، پراختيا، روغتيا او د ظرفيتونو د لوړولو په برخو کې پروژې پلې کړي.
د جاپان سفير ادعا وکړه، چې نه يوازې جاپان بلکې ټول هېوادونه پوهيږي، چې افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړى، چې افغانستان يو واحد حکومتوالى لري او ملي امنيت يې تامين شوى دى.
د طالبانو سیاسي مرستیال وویل، جاپان تل په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ ملاتړ کړی او اړتیا ده چې په افغانستان کې د زیربناوو په جوړولو او د پرمختیايي پروژو په پیلولو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
دغه غوښتونکي ویلي دي چې پرته له توپیره د ټولو افغانانو لپاره خدمات وړاندې کوي، مهمه داده چې ټول افغانان له دولتي مرستو او خدمتونو برخمن شي او په حکومت کې شامل شي.
مولوي عبدالکبیر وویل، د طالبانو امارت پر خبرو باور لري او غواړي چې هره ستونزه د خبرو له لارې حل شي، موږ د ټولو هېوادونو اندېښنو ته درناوی لرو او د دوی اندېښنو ته د خبرو له لارې ځواب ویلو ته چمتو یو.
جمهورخبري آژانس