۰

طالبان: موږ یوازې د شیعه ګانو مشورې ته درناوی کوو

چهارشنبه ۲ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۸
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له یو شمېر شیعه عالمانو سره کتلي او ویلي یې دي چې د شیعه ګانو د مشورو قدرداني کوي.
طالبان: موږ یوازې د شیعه ګانو مشورې ته درناوی کوو
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له یو شمېر شیعه عالمانو سره کتلي او ویلي یې دي چې د شیعه ګانو د مشورو قدرداني کوي.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲ مه) سهار په یوه اعلامیه کې وویل چې د د شیعه عالمانو او مشرانو سره تېرو غونډو په پایله کې د طالبانو او قومي ډلو ترمنځ د همکارۍ یو ښه فصل پرانستل شو او خلک یې په وخت د ستونزو د هواري له امله خوښ او راضي دي.

شیعه عالمانو ویلي، چې په بهر کې یو شمېر کړۍ غواړي په منفي تبلیغاتو سره د افغانستان وضعیت خراب کړي، خو د طالبانو له مشرانو سره لیدنه له خلکو سره د دغې ډلې نږدې اړیکې او پر طالبانو د خلکو باور څرګندوي.

مولوي عبدالکبير علما او قومي مخور د دولت او ملت ترمنځ د اړيکو پياوړې سرچينې وبللې او ويې ويل، چې طالبان د شيعه علماوو له همکارۍ خوښ دي او د هغوى مشورې مني.

د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال شیعه عالمانو او مشرانو ته ډاډ ورکړی چې د شیعه ګانو غوښتنو ته به د پخوا په شان رسیدګي وشي.

د طالبانو د ډلې د چارواکو دغه څرګندونې په تیرو دوو کلونو کښې څو څو ځله مطرح شوی دی خو په عمل کښې د شیعه عالمانو هیڅ غوښتنه نه ده منلې او پر مذهبی بندیزونو لګیدلی دی.

جمهورخبري آژآنس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي