په پنجشیر کې د طالبانوکانونو او پټرولیم ریاست وايي چې د دغه ولایت له کانونو څخه را ایستل شوي ۸۸۷.۰۷ قیراطه زمرد یې پلورلي دي.
دغې ادارې د سې شنبې په ورځ د کب په ۸ مه د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې دغه زمرد د لیلام له لارې پلورل شوي دي.
اعلامیه زیاتوی چې دغه زمرد په ۱۶ کڅوړو کې په ټولیز ډول په ۲۱۷۲۵۰ ډالرو پلورل شوی دی.
دا څوارلسم ځل دی چې طالبانو د پنجشیر زمرد پلوري.
د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د حکم له مخې د پنجشیر ولایت زمرد د دغې ډلې د حکومت د لګښتونو د تمویل لپاره پلورل کیږي.
جمهورخبري آژآنس