۰

طالبانو له افغانستان سره د سره صلیب د مرستو د دوام غوښتنه وکړه

چهارشنبه ۹ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۸
د طالبانو د ډلې سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د افغانستان لپاره د سره صليب د نړيوالې کميټې له مشرې ميرمن کترينا ريتز سره وکتل او له افغانستان سره يې د دغه سازمان د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
طالبانو له افغانستان سره د سره صلیب د مرستو د دوام غوښتنه وکړه
د طالبانو د ډلې سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د افغانستان لپاره د سره صليب د نړيوالې کميټې له مشرې ميرمن کترينا ريتز سره وکتل او له افغانستان سره يې د دغه سازمان د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

طالبانو  نن چهارشنبې (د کب ۹مه) د افغانستان لپاره د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشرې مېرمن کترینا ریتز په یوه بیان کې ویلي، چې له دغه بنسټ سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي. له افغانستان سره اوږدمهاله اړیکې لري او زموږ زیاتره فعالیتونه د روغتیا، انرژۍ، اوبو او مدیریت په برخو کې دي، چې تمرکز یې پر بندیانو دی.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د سره صليب نړيواله کمېټه به له هغو بزګرانو او کورنيو سره د مرستې په ګډون په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي، چې په جګړو کې يې د ډوډۍ ګټونکي له لاسه ورکړي دي.

مېرمن کترینا ریتز وویل چې د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې د معلولینو لپاره اوه خدماتي مرکزونه لري او هره میاشت له لسو زرو زیاتو کسانو ته خدمات وړاندې کوي.

د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې افغانستان د طبیعي پیښو لکه زلزلې او وچکالۍ او همدارنګه د مهاجرینو د راستنیدو د پایلو له امله زیاتې مرستې ته اړتیا لري.

دغه طالبان وايي، د طالبانو له امارت سره په بېلابېلو برخو کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې او نورو نړیوالو موسسو همکاري مهمه ده، په ځانګړې توګه لرو پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول.

د طالبانو سیاسي مرستیال وویل، د اسلامي امارت ځواکونه هڅه کوي، چې څوک د قوم او ژبې پر بنسټ بې ګناه زنداني نه کړي او د طالبانو د امارت تر واکمنۍ لاندې بندیان له خپلو حقونو برخمن کړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي