هغه زیاته کړه، له هغه راهیسې چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړی، د قضايي نظام د پرېکړې او د دغې ډلې د مشر په منظورۍ پنځه کسان په عام محضر کې اعدام شوي دي.
د هغه په وينا: "په عام محضر کې اعدام يو ظالمانه، غير انساني او سپکاوى کوونکى چلند يا سزا ده، دا ډول اعدامونه په خپلسري ډول دي او د مدني او سياسي حقونو د نړيوال ميثاق پر بنسټ د ژوند له حق سره په ټکر کې دي، چې افغانستان يې له جملې څخه دى. دا اعدامونه باید سمدستي ودرول شي.
لارنس دا هم وویل چې "جسماني سزا هم د ظالمانه، غیر انساني یا سپکاوي چلند یا مجازاتو یوه بڼه ده چې د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې منع ده."
هغه ټینګار وکړ چې جسمي سزا هم باید ودرول شي او طالبان باید د هر هغه چا لپاره چې د جنایي تورونو سره مخ وي د عادلانه محاکمې په ځانګړي توګه مدافع وکیل ته د لاسرسي تضمین وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې په هېواد کې د جنایاتو په تور د خلکو د اعدام او جسمي مجازاتو لړۍ تیزه کړې ده.