۰

متقي د ترکمنستان د وزیرانو شورا له مرستیال سره وکتل

پنجشنبه ۱۰ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۷
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان موتګي د ترکمنستان د نفتو او ګازو د چارو د وزیرانو شورا له مرستیال ښاغلي باتر امانوف سره وکتل.
متقي د ترکمنستان د وزیرانو شورا له مرستیال سره وکتل
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ترکمنستان د نفتو او ګازو د چارو د وزیرانو شورا له مرستیال ښاغلي باتر امانوف سره وکتل.

د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن  پنشنبې (د کب ۱۰ مه) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې دواړو لورو د ټاپي پروژې او افغانستان ته د مایع ګازو د انتقال په اړه خبرې وکړې.

متقي وويل، خوښ يو چې هرات ته د ترکمنستان د بهرنيو چارو د وزير له سفر وروسته په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کار د پيل په اړه چارې چټکې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د ټاپي پروژې پیل ته کلک هوډ لري او هیله یې څرګنده کړه، چې هرات ولایت ته د پایپ لاین د غځولو لومړی پړاو به ژر پیل او بشپړ شي.

متقي زياته کړه، هرات يو نفوس لرونکى ولايت دى او دغه ولايت ته د ټاپي پروژې په راتګ سره به هرات د ترکمنستان د ګازو لپاره ښه بازار شي او هرات ولايت هم د ترکمنستان دولت ته ځانګړي اهميت لري.

د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال وویل، د انرژۍ لېږد په ځانګړې توګه د ټاپي پروژه د ترکمنستان د حکومت ځانګړی لومړیتوب دی. هغه وویل، هرات ولایت ته د ټاپي پروژې غځول هم د ترکمنستان د حکومت لپاره خورا مهم دي.

ښاغلي باتر امانوف هیله څرګنده کړه چې د ټاپي پروژې اړوند تړونونو باندې کار ژر پای ته ورسېږي څو په افغانستان کې د ټاپي د پایپ لاین کار پرانستل شي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي