د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي کتنه کې ویلي چې دوی افغانستان ته د ګازو او برېښنا لېږد ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن پنشنبې (د کب ۱۰ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: مولوي امیرخان متقي ترکمنستان ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ د دغه هېواد له ولسمشر قربانګلي بردي محمدوف سره کتلي دي.
متقي په افغانستان کې د امنیت، ثبات او د پانګونې او ترانزیت د نویو فرصتونو په اړه د ترکمنستان ملي مشر ته معلومات ورکړل او وې ویل، دواړه هېوادونه توانېدلي چې په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګونه وکړي.
ولسمشر وايي، افغانستان ته د ګازو او برېښنا لېږد ته ځانګړې پاملرنه کوي او د اورګاډي کرښې د غځولو لپاره به هم هڅې وکړي.
بردي محمدوف په عشق اباد کې د افغاني شتمنيو راتلونکې اوونۍ نندارتون مهم او تاريخي وبلل او ټينګار يې وکړ، چې دواړه لوري بايد له هغې څخه سالمه ګټه پورته کړي.
جمهورخبري آژانس