سرچینې وايي، د کابل پوهنتون استاد محمد عاطف داعي د طالبانو د نظامي محکمې له خوا په بند محکوم شوی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو محکمې د دغه پوهنتون استاد د ښځو او نجونو له زده کړو او مدني فعاليتونو د ملاتړ په تور په بند محکوم کړى دى. سرچينې زياته کړې، چې د دغه پوهنتون استاد د مدافع وکيل له لرلو هم بې برخې شوى دى. سرچينې دا هم ويلي، چې طالبان د دغه پوهنتون استاد ته اجازه نه ورکوي، چې له خپلې کورنۍ سره وګوري. نوموړی چې د پنجشیر ولایت د راغستان ولسوالۍ د پیاوشت سیمې اصلي اوسیدونکی دی، د روان کال د عقرب د میاشتې په ۲۸ نیټه د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو. جمهورخبري آژانس