د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان وايي، دغه سازمان په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې د شنه فضا د رامنځته کولو په موخه ۲۳ میلیونه ونې کرلي دي.
دغه سازمان نن پنشنبې د وري ۲مه د ځنګلونو د ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې د ونو کرل د خاورې ساتنه کوي او له زرګونو کورنیو سره مرسته کوي چې صحي خواړه وخوري او د مېوې په خرڅلاو سره ژوند وکړي.
د يادونې وړ ده چې په ۲۰۱۲ کال کې د ملګرو ملتونو نړيوال اسمبلۍ د مارچ ۲۱مه د ځنګلونو د ساتنې نړيواله ورځ ونوموله چې د ځنګلونو د هر ډول اهميت په اړه د پوهاوي کچه لوړه کړي.
جمهورخبري آژآنس