د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د کوربه تایلنډ په وړاندې له ماتې وروسته د څلور اړخیزو ټورنمنټ پایلوبې ته ونه رسیده.
دا لوبه تېره شپه په تایلنډ کې ترسره شوه.
د دې لوبې په لومړۍ نیمايي کې افغان ملي لوبډله د تایلنډ له لوبډلې څخه ۲-۱ مخته وه او په دویمه نیمايي کې یې هم یو ګول وواهه، خو یو ګول یې ومانه.
په پای کې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د تایلنډ په وړاندې ۳-۲ ماتې وخوړه او د څلور اړخیزو سیالیو فاینل ته د رسېدو مخه ونیول شوه.
د تایلنډ او استرالیا د فوټسال ټیمونه د دې ټورنمنټ فاینل ته رسېدلي دي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په تایلنډ کې د څلور اړخیزو سیالیو په دې لړۍ کې د یوې بریا، یوې مساوي او یوې ماتې سره درېیم مقام خپل کړ.
دغه سیالۍ د اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه د افغانستان، مالیزیا، استرالیا او تایلنډ د فوټسال لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.
جمهورخبري آژانس