په دوحه کې د شخړو او بشردوستانه مطالعاتو د مرکز مشر او د طالبانو پخوانی ملاتړی سلطان برکات وايي، دا ډله به په افغان نجونو او ښځو د ناپوهۍ په تحمیلولو سره خدای ته حساب ورکړي.
برکات په یوه مقاله کې چې د وري ۱۴مه د الجزیرې له انګلیسي وېبپاڼې له لارې خپره شوه، برکات ټینګار کړی چې په افغانستان کې د نجونو له شتون پرته د نوي تعلیمي کال پیلېدل ښيي چې طالبان نه شي کولای ښوونځیو ته د نجونو د ستنېدو شرایط برابر کړي.
هغه زیاته کړه چې له زده کړو څخه د نجونو د مخنیوي دوام د طالبانو له هغې ادعا سره په ټکر کې دی چې د جنسیت له پلوه جلا شوې ټولنه جوړوي.
په دوحه کې د شخړو او بشري مطالعاتو د مرکز مشر په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې له زده کړو څخه د نجونو محرومیت ته په اشارې سره وویل چې دا ځل د افغانستان خلکو پر دغې ډلې باور کړی دی.
سلطان برکات چې د طالبانو د مرکچي پلاوي او د افغانستان د پخواني حکومت ترمنځ د سولې د څو پړاوونو کوربه و، د دغې ډلې له مشرانو وغوښتل چې د خلکو باور ته ارزښت ورکړي او یوازې د خپلو بې معنی سیاسي اهدافو لپاره ونه کاروي.
هغه وويل: "کله چې موږ د روژې وروستۍ اونۍ ته ننوتو، دا د ژمنې د ساتلو په ارزښت د انعکاس لپاره ښه شیبه ده. هغه مشران چې د خدای د رضا د ترسره کولو ادعا کوي د میلیونونو بې ګناه افغان ښوونځي زده کونکو سره د ژمنې د پوره کولو مسولیت لري. هغه نجونې چې مظلومې دي او د تعلیم له حق څخه بې برخې دي.»
د هغه په وينا، په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په برخه کې د طالبانو بې کفايتي نړۍ ته دا پيغام ورکوي چې پر دې ډلې باور نه کېږي.
جمهورخبري آژانس