د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د پاکستان حکومت یو ځل بیا له ویزې پرته د افغان ناروغانو پر مخ د تورخم لاره تړلې ده.
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د پاکستان حکومت یو ځل بیا له ویزې پرته د افغان ناروغانو پر مخ د تورخم لاره تړلې ده. د چارواكو په وينا، دغه پوله د دوشنبې په ورځ د وري په ۲۷مه له غرمې وروسته د افغان ناروغانو پر مخ وتړل شوه. دوی وايي، پاکستاني لوري تر اوسه د دغه اقدام لامل نه دی روښانه کړی. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت د کب په میاشت کې د تورخم دروازه د افغان ناروغانو پر مخ وتړله. خو څو ورځې وروسته یې د سرطان ناروغانو ته د ننوتو اجازه ورکړه. باید وویل شي، چې په افغانستان کې د اسانتیاوو د نشتوالي له امله سلګونه ناروغان چې درملنه یې ستونزمنه وي، د درملنې لپاره پاکستان ته ځي. جمهورخبري آژانس