دا په زړه پورې ده ۰
فراه کې ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې سېلابونو ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
فراه کې سېلابونو ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي
فراه کې ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې سېلابونو ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سېلابونه د وري په ٢٧مه له سختو اورښتونو وروسته د دغه ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې راوتلي دي.

سرچينې زياته کړې، چې په دغو سېلابونو کې پنځه کسان وژل شوي او ٩٥ کورونه ويجاړ شوي دي.

دغه راز ویل شوي، چې ۲۰۳ د غواګانو سرونه او ۴۳۸۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.

د فراه اوسېدونکو د دغو سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو د جبرانولو لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcg7q9qtak9uz4.1gra.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته