د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کجکي بند څخه لیدنه وکړه او ویې ویل چې سږ کال د اورښتونو له امله د اوبو کچه لوړه شوې ده.
طالبانو نن سه شنبې د وري ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کجکي د برېښنا بند د پروژې په برخه کې د دغې ډلې د مسوولینو د کړنو ستاینه کوي.
نوموړي د کجکي بند پروژه ملي او حياتي وبلله او ويې ويل، چې د وچکالۍ او په بندونو کې د اوبو د کمښت له امله د برېښنا د توليد کچه هم ټيټه شوې وه، خو سږ کال په هېواد کې د پرله پسې اورښتونو له امله د اوبو کچه لوړه شوې ده. او د کجکي بند په پرتله له اوبو ډک دی. له دې سره به د کرنې سکتور وده وکړي او په هېواد کې به د برېښنا د تولید کچه لوړه شي.
د کجکي بند د هیواد یو له سترو بندونو څخه دی چې د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې موقعیت لري او د هلمند له بحر څخه پورته د موسمي سیلابونو د کنټرول، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د بریښنا د تولید په موخه جوړ شوی دی.
جمهورخبري آژانس