طالب جنګیالیو یو ځل بیا په پروان کې د کورنیو تولیداتو په نندارتون کې له چاودیدونکو توکو ډک ژیړ بیرل نندارې ته وړاندې کړ.
د پروان ولایت په ګلغني غونډۍ کې د «آلست، افغانیت» تر سرلیک لاندې د وري په ۲۶مه د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شو.
په دغه نندارتون کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه تولیدي شرکتونو خپل محصولات نندارې ته ایښي دي.
خو؛ د دغو محصولاتو تر څنګ طالب جنګیالیو له چاودیدونکو توکو ډک خپل ژېړ بیرلونه هم نندارې ته ایښي وو او په تخته یې لیکلي وو چې په لږ لګښت د میلیونونو ډالرو په ارزښت موټرونه له منځه وړي.
د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته، طالب جنګیالیو د امریکا پر وړاندې د خپل ځواک د ښودلو لپاره څو ځلې خپل ژیړ بیرلونه نندارې ته وړاندې کړل.
خو؛ یو شمېر پوهان په دې باور دي، چې طالبانو له واشنګټن سره له هوکړې وروسته د افغانستان واک تر لاسه کړ او د دوی د قدرت ننداره په حقیقت کې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د قدرت یوه ننداره ده، څو څوک د دې ډلې د خپلسریو پر وړاندې د خبرو جرئت ونه کړي.
جمهورخبري آژانس