سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې په سمنګان ولایت کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی. د دغه ځوان د سرچینو د معلوماتو له مخې، د سه شنبې په شپه ۲۸ د ایبک له ښار څخه د «زندان دره» په کلي کې وژل شوي دي. دغه ځوان نصيراحمد نومېده او په چړو وهل شوى و. د سمنګان ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر هم د دغې پيښې پخلى کړى دى. تر اوسه د دغه ځوان د وژنې لامل او عاملین نه دي معلوم. جمهورخبري آژانس .