په پاکستان کې باخبره سرچینې وايي چې د طالبانو مشر ملابت الله اخندزاده ته نږدې یو چارواکی د دغه هېواد په کوټه ښار کې وژل شوی دی.
په پاکستان کې باخبره سرچینې وايي چې د طالبانو مشر ملابت الله اخندزاده ته نږدې یو چارواکی د دغه هېواد په کوټه ښار کې وژل شوی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په کندهار کې د طالبانو د جهادي لېسې مشر عمرجان اخندزاده د جمعې په ورځ د وري په ٣١مه په کوټه کې د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو. سرچينې زياته کړې، چې دغه طالب چارواکي هغه مهال په ډزو ووژل شو، چې د يوې ديني مدرسې د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې د ګډون لپاره کوټې ته روان و. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اخندزاده وژنه غندلې او دا یې د «اسلام د دښمنانو» جنایت بللی دی. د دې پېښې انګېزه او عاملین لا هم نه دي معلوم. جمهورخبري آژانس