د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، د افغان ښځو د غږ د اورېدو لپاره باید پر طالبانو ډېر فشارونه واچول شي.
دغه سازمان نن چهارشنبه د ثور په پنځمه د "سولې لپاره د څو اړخیزې او دیپلوماسۍ د نړیوالې ورځې" په مناسبت وویل چې "موږ له هر څو اړخیزه لوبغاړ غواړو داسې چاپېریال رامنځ کړي، چې د افغان مېرمنو غږ مستقیم په کې واورېدل شي او د افغان ښځو مالي ملاتړ یې تر شاه وي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان تر واک لاندې راوستو وروسته پر افغان نجونو او ښځو سخت بندیزونه ولګول او له زده کړو، کار او سفر څخه یې منع کړل.
جمهورخبري آژانس