په بغلان ولايت کې دولتي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د پرونيو سېلابونو له امله د مړو شمېر تر ٢٥٠ تنو واوښت.
په بغلان ولايت کې دولتي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د پرونيو سېلابونو له امله د مړو شمېر تر ٢٥٠ تنو واوښت. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ځايي اوسېدونکو د راټولو شويو شمېرو له مخې، د سېلاب له امله ١٥٠ کسان په ياده ولسوالۍ کې او ١٠٠ نور د بغلان په مرکز بازار کې مړه شوي دي. سرچينې زياته کړې، چې دغه احصايي هم لومړنۍ ده او د مرګ ژوبلې د زياتېدو احتمال شته. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې هم دغو سرچینو په بغلان کې د پرونیو سیلابونو د مرګ ژوبلې شمېر ۵۰ تنه اعلان کړی و. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو سېلابونو کې سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه، سلګونه کورونه او زرګونه څاروي له منځه تللي دي. دغه سېلابونه پرون جمعه د ثور په ٢١مه له سختو اورښتونو وروسته په بغلان کې راووتل. ويل کيږي چې د دغه سيلاب له امله په سلګونو کورنۍ د خپلو کورونو پريښودلو ته اړې شوې او له سرپناه پرته ژوند کوي. د سرچينې په وينا، تر اوسه له سېلاب ځپلو سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې. جمهورخبري آژانس