د عزیزي بانک مالک او د عزیزي بنسټ مشر میرویس عزیزي په بغلان کې د وروستیو سیلاب ځپلو لپاره پنځوس میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.
ښاغلي عزيزي د شنبې په ورځ د ثور په ٢٢مه په خپله پاڼه کې اعلان وکړ، چې خپل ورور يې دنده سپارلې، چې بغلان ته د مرستندويه ډلې په عاجل ډول ولېږدوي.
هغه زیاته کړه، د دغه طبیعي ناورین له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم، د زیاتو تلفاتو او زیانونو په پام کې نیولو سره مې پرېکړه کړې چې د عزیزي بنسټ له لوري د ۵۰ میلیونو افغانیو په ارزښت عاجلې بشري مرستې زخمیانو او مستحقو کورنیو ته ولېږم.
د يادونې وړ ده، چې د تېرو څو ورځو سېلابونو په تېره بيا د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
یوازې په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
جمهورخبري آژانس