۰
فرنټ لاین:

د نجونو د تعلیم یوه فعاله د طالبانو لخوا په یو کال بند محکومه شوه

یکشنبه ۲۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۳
د بشري حقونو سازمان فرنټ لاین وايي، په افغانستان کې د نجونو د تعلیم فعاله فهیم عظیمي د طالبانو له خوا په یو کال بند محکوم شوی دی.
د نجونو د تعلیم یوه فعاله د طالبانو لخوا په یو کال بند محکومه شوه
د بشري حقونو سازمان فرنټ لاین وايي، په افغانستان کې د نجونو د تعلیم فعاله فهیم عظیمي د طالبانو له خوا په یو کال بند محکوم شوی دی.

دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلی عظیمي په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم له حق څخه د دفاع په خاطر په کابل کې د طالبانو د محکمې له خوا په بند محکوم شو.

د دغه سازمان په وینا، د طالبانو محکمې د دوشنبې په ورځ د سلواغې په دیارلسمه د ښاغلي عظیمي په اړه دغه حکم صادر کړ.

د بشري حقونو دغه سازمان د ښاغلي عظيمي او د هغه د کورنۍ د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

فرنټ لاین د پوهنې د حقونو دغه فعال د سمدستي خوشې کولو او د هغه د کورنۍ د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.

د دغه سازمان په اعلامیه کې راغلي چې د ښاغلي عظیمي پلار د روان هجري لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه د مغزي سکتې له امله ساه ورکړه او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

اعلامیه زیاتوي چې "طالبانو د بشري حقونو د دغه مدافع پاسپورټ او وسایل چې یو لپ ټاپ، فلش حافظه، تعلیمي اسناد او تنظیمي اسناد پکې شامل دي، ضبط کړي دي."

په همدې حال کې، طالبانو له څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې د نجونو د زده کړو فعالین په کلکه ځپلي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي