۰
ملا برادر:

راټولې شوې مرستې به په شفافه توګه سیلاب ځپلو ته وویشل شي

یکشنبه ۲۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۸
د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د وروستیو سیلابونو له امله له زیانمنو شویو خلکو سره وکتل او ویې ویل چې د زیانمنو شویو لپاره راټولې شوې مرستې به په شفاف ډول پر اړمنو کسانو وویشل شي.

د ملا برادر مطبوعاتي دفتر نن یکشنبې (د ثور ۲۳) د ملا برادر له قوله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې زموږ له دغه سفر څخه موخه یوازې د خلکو غمرازي نه، بلکې د پېښې قربانیانو ته ډاډ ورکول دي. د طالبانو امارت به تر هغه دوام وکړي تر څو ستاسو ژوند بیرته عادي حالت ته راشي.

دغه طالبان وايي چې د طالبانو امارت د ټپيانو د درملنې لپاره له ټولو شته امکاناتو کار اخلي او ټول اړوند وزارتونه او ادارې د ټپيانو په عاجلو مرستو بوخت دي.

ملا برادر سیلاب ځپلو ته وویل، موږ تاسو ته ډاډ درکوو، چې راټولې شوې مرستې به په شفاف ډول پر اړمنو کسانو وویشل شي.

ملا برادر له ټولو ملي سوداګرو، شتمنو هېوادوالو، خیریه بنسټونو، بنسټونو او دفترونو وغوښتل چې په دې سختو حالاتو کې له زیانمنو افغانانو سره مرسته وکړي او له دوی سره دې مرستې درېغ نه کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي