۰

د پنجشېر د سيمه ييزې ادارې دوه کارکوونکي د طالبانو له خوا ونيول شول

یکشنبه ۲۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۵۵
په پنجشېر کې ځايي سرچينې وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت د سيمه ييزې ادارې دوه کارکوونکي نيولي دي.
د پنجشېر د سيمه ييزې ادارې دوه کارکوونکي د طالبانو له خوا ونيول شول
په پنجشېر کې ځايي سرچينې وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت د سيمه ييزې ادارې دوه کارکوونکي نيولي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دغو کسانو څخه يو يې "فردين" نومېږي چې د ښاروالۍ کارکوونکى او بل يې "صدام" نومېږي او د پنجشير ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست کارکوونکى دى.

سرچينې زياته کړې، چې دغه کسان تېره پنجشنبه (د غوايي ٢٠مه) له خپلو دفترونو نيول شوي دي.

تر اوسه د دې نیول کېدو انګیزه څرګنده نه ده. خو د پنجشېر اوسېدونکي له څه باندې دوه نيمو کلونو راهيسې د مقاومت د جبهې د غړيتوب له امله د طالبانو له خوا نيول شوي، بنديان شوي او حتی وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي