په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي وايي، د دغه سازمان په عمومي غونډه کې د افغانستان د رایې ورکولو حق د غړیتوب د فیس د نه ورکړې له امله ځنډول شوی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پلاوي مشر نصیر احمد فایق وايي، له درېیو کلونو ډېر کېږي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب فیس نه دی ورکړل شوی.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د منشور او کاري کړنلارې له مخې، هغه هېواد چې د غړیتوب فیس نه ورکوي؛ هغه به په اسمبلۍ کې له رایې ورکولو منع شي.
ټاکل شوې ده چې افغانستان د ثور په ۲۱ مه د جمعې په ورځ په رای اچونه کې د فلسطین د خپلواک دولت په رسمیت پیژندلو پریکړه لیک ته رایه ورنکړي.
د ملګرو ملتونو د غړیتوب کلنی فیس ۲۰۰ زره ډالره دی.
جمهورخبري آژانس