۰

طالبانو د پروان د کرومایټ کان کیندنه پیل کړه

دوشنبه ۲۴ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۱۳
په پروان کې د طالبانو د کانونو او پټروليم رييس عبدالقدوس نعماني وايي چې په دغه ولايت کې د کرومايټ د کان د استخراج کار پيل شوى دى.
طالبانو د پروان د کرومایټ کان کیندنه پیل کړه
په پروان کې د طالبانو د کانونو او پټروليم رييس عبدالقدوس نعماني وايي چې په دغه ولايت کې د کرومايټ د کان د استخراج کار پيل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې يوه خصوصي شرکت د کوه صافي ولسوالۍ په "تاتاري" سيمه کې د کرومايټ د استخراج لپاره ٥٥٠ ميليونه افغانۍ پانګونه کړې ده.

د هغه په ​​وينا، د دغه کان د استخراج عملي کار د يکشنبې په ورځ د ثور په ٢٣مه په رسمي ډول پرانيستل شو.

د يادونې وړ ده، چې په پروان ولايت کې د قيمتي ډبرو ٤١ کانونه شته، چې د څلورو يې د استخراج چارې پيل شوې دي.

په همدې حال کې طالبان هڅه کوي چې د هېواد د کانونو په بې توپیره استخراج سره د خپل حکومت د بقا لپاره پیسې خوندي کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي