د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګابریسیوس وايي، دغه سازمان د بغلان سېلاب ځپلو سیمو ته ۱۷ ګرځنده روغتیايي ټیمونه استولي دي.
ګابریسیوس نن دوشنبه، د ثور ۲۴مه، د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل: موږ بغلان کې اغیزمنو ټولنو ته درمل او اړین طبي وسایل چمتو کوو.
دغه سازمان هم پرون اعلان وکړ چې د افغانستان په شمال کې سېلاب ځپلو سيمو ته يې اووه متريک ټنه طبي وسايل لېږلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو څو ورځو سېلابونو په تېره بيا د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې خلکو ته ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
یوازې په بغلان ولایت کې د کروندو او کورونو د ویجاړېدو تر څنګ له ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.
نړیوال سازمانونه وايي چې د دغه سېلاب ځپلي بېړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري.
تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی و، چې دوی په سېلاب ځپلو سیمو کې له سېلاب وروسته د ناروغیو په اړه اندېښمن دي.
خبرگزاری جمهور