د طالبانو ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت مشر د روسیې او اسلامي نړۍ په پنځلسم نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره د تاتارستان جمهوریت ته تللی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه وزارت نن چهارشنبه (د ثور ۲۶) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نورالدین عزیزي د یوه لوړ پوړي اماراتي پلاوي په مشرۍ او د تاتارستان د ولسمشر رستم میني خانوف په رسمي بلنه د روسيې او اسلامي نړۍ د نړيوال اقتصادي فورم پنځلسمه غونډه کې د ګډون په موخه کازان ښار ته ولاړ.
طالبانو ویلي، چې د روسیې او اسلامي نړۍ ۱۵م نړیوال اقتصادي کنفرانس به د روان کال د مې له ۱۴مې تر ۱۹مې د تاتارستان جمهوریت په کازان کې جوړ شي.
جمهورخبري آژانس