په تخار ولایت کې دولتي سرچینې وايي، د طالبانو په ملاتړ وسله والو ګوجرانو د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ د الفچر پر سر جګړه کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه شخړه د ثور په ٢٥مه، د فرخار ولسوالۍ په "خرماب" کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې وسله والو ګوجرانو خپل څاروي د ياد کلي په څړځايونو کې د څرولو لپاره پرېښودل.
سرچينې زياته کړې، چې وسله والو ګوجرانو د طالبانو په ملاتړ دغه ډول تاوتريخوالى کړى دى.
د دوی په خبره، د ګوجرانو دې کړنې ته د سیمې اوسېدونکو هم غبرګون ښودلی او په پایله کې یې د دواړو لورو ترمنځ نښته شوې ده.
ويل کيږي چې له نښتې وروسته وسله والو طالبانو د دغه ځاى څو تنه اوسېدونکي نيولي دي.
جمهورخبري آژانس