۰

د بشري حقونو فعالانو د ناروې د هغې پرېکړې پر ضد احتجاج کړی چې طالبانو ته یې دغه هېواد ته بلنه ورکړې ده

چهارشنبه ۲۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۴
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو د ناروې د هغې پرېکړې په غبرګون کې چې دې هېواد ته د طالبانو د استازو د رابللو په غبرګون کې مظاهرې وکړې.
د بشري حقونو فعالانو د ناروې د هغې پرېکړې پر ضد احتجاج کړی چې طالبانو ته یې دغه هېواد ته بلنه ورکړې ده
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو د ناروې د هغې پرېکړې په غبرګون کې چې دې هېواد ته د طالبانو د استازو د رابللو په غبرګون کې مظاهرې وکړې.

د بشري حقونو دغې ډلې د ناروې د حکومت دغه کړنه د ترهګرۍ ملاتړي او په افغانستان کې یوه ترهګره ډله وبلله.

دوی ټینګار کړی، چې ناروې او د نړۍ نور هېوادونه باید د افغان ښځو د ملاتړ لپاره د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته زمینه برابره نه کړي.

ویل کیږي چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو یو شمیر غړي د خبرو لپاره دغه هیواد ته بللي دي.

خو د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی چې تر هغو به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي تر څو چې د ناروې حکومت د طالبانو له بلنې لاس وانخلي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي