د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د حقونو د فعال احمد فهیم عظیمي پر وړاندې د طالبانو د محکمې پرېکړه ناسمه بللې ده.
د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د حقونو د فعال احمد فهیم عظیمي پر وړاندې د طالبانو د محکمې پرېکړه ناسمه بللې ده. دغه سازمان تېره شپه د غوايي په ٢٥مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د طالبانو دغه پرېکړه غيرعادلانه او د بشري حقونو د نړيوالو قوانينو خلاف ده. د دغه سازمان په اعلامیه کې پر دې ټینګار شوی چې طالبان باید ښاغلی عظیمي له زندانه په غیر مشروط ډول خوشې کړي. په دې وروستیو کې د بشري حقونو سازمان فرنټ لاین خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم فعال احمد فهیم عظیمي د طالبانو له خوا په یو کال بند محکوم شوی دی. د دغه سازمان په وینا، د طالبانو محکمې د دوشنبې په ورځ د سلواغې په ۱۳ مه د ښاغلي عظیمي په اړه دغه حکم صادر کړ. باید وویل شي، چې احمد فهیم عظیمي او د هغه همکار صدیق الله افغان چې تازه خوشې شوی و، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۱۷ په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوي وو. دغه فعالان د طالبانو له خوا په افغانستان کې د نجونو د تعلیم د ملاتړ په تور نیول شوي وو. طالبانو تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی. جمهورخبري آژانس