۰

ریچارډ بینیټ په ناروې کې له افغان فعالانو سره د خپلو خبرو په اړه راپور ورکړ

چهارشنبه ۲۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۲
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ تایید کړه چې د دغه هېواد په پلازمېنه اوسلو کې یې له یو شمېر افغان فعالانو سره خبرې کړې دي.
ریچارډ بینیټ په ناروې کې له افغان فعالانو سره د خپلو خبرو په اړه راپور ورکړ
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ تایید کړه چې د دغه هېواد په پلازمېنه اوسلو کې یې له یو شمېر افغان فعالانو سره خبرې کړې دي.

ښاغلي بینیټ تېره شپه په اوسلو کې له افغان فعالانو سره خپله دوه ورځنۍ غونډه د پنجشنبې په ورځ د زمري په ۲۵ مه اعلان کړه. خو نوموړي په دې اړه نور جزیات ورنه کړل.

هغه وویل چې د افغان ښځینه فعالانو سره لیدنه یو ځل بیا د هغه لپاره الهام و.

د يادونې وړ ده، چې دغه غونډه په اوسلو کې د "بشري حقونو د څېړنې ټولنې" په کوربه توب جوړه شوې وه.

دغې ټولنې په خپله ایکس پاڼه کې دا هم لیکلي چې په دې غونډه کې ښاغلي بینیټ او په ناروې کې مېشت یو شمېر افغانانو او د مدني ټولنې فعالانو د ښځو پر حقونو او د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د حساب ورکونې پر بهیر خبرې وکړې.

اعلامیې همدا راز زیاته کړې چې په دې کتنه کې پر ماشومانو او راتلونکو نسلونو د جګړې د چاپیریال پر اغیزو، د بشري مرستو د دوام پر اړتیا او د زیانمنو افغانانو لپاره د خوندیتوب د فرصتونو پر زیاتوالي خبرې وشوې.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې په دې ناسته کې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو د مخنیوي په موخه وړاندیزونه وشول، چې د پام وړ بدلونونه ونه لیدل شي.

خبرگزاری جمهور

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي