۰

په غور کې د طالبانو یوه چورلکه نسکوره شوه

چهارشنبه ۲۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۳
په غور ولایت کې امنیتي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د طالبانو یوه پوځي چورلکه نسکوره شوې ده.
په غور کې د طالبانو یوه چورلکه نسکوره شوه
په غور ولایت کې امنیتي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د طالبانو یوه پوځي چورلکه نسکوره شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه چورلکه نن چهارشنبه د ثور په ٢٦مه د سلطان شهاب الدين غوري لېسې ودانۍ ته څېرمه لوېدلې ده.

ويل کيږي چې دغه هليکوپتر نن سهار له هرات څخه د فيروزکوه ښار په لور روان شوى دى.

تر اوسه د دې پېښې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه جزئیات نشته.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي