۰

د چین سفیر د طالبانو سیاسي مرستیال د همالیان ترانسپورت غونډې ته بلنه ورکړه

پنجشنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۶
په کابل کې د چین سفیر جاوې شینیګ د طالبانو د ډلې له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل او دغه طالبان یې په چین کې د همالیان ترانسپورټي غونډې ته وبلل.
د چین سفیر د طالبانو سیاسي مرستیال د همالیان ترانسپورت غونډې ته بلنه ورکړه
په کابل کې د چین سفیر جاوې شینیګ د طالبانو د ډلې له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل او دغه طالبان یې په چین کې د همالیان ترانسپورټي غونډې ته وبلل.

طالبانو  نن پنجشنبې (د ثور ۲۷) په یوه بیان کې د چین سفیر ویلي چې له طالبانو سره د چین همکاري او ګډې اړیکې د ستونزو په هواري کې مرسته کولی شي.

  شينګ زياته کړه چې د چين ولسي جمهوريت په نړيوالو غونډو په تېره بيا د امنيت شورا په غونډه کې د طالبانو له ډلې څخه ملاتړ کوي او له دغې ډلې سره همکارۍ ته ژمن دى.

نوموړي د طالبانو سیاسي مرستیال ته بلنه ورکړې چې د ټرانس همالیان فورم په غونډه کې چې په چین کې جوړیږي ګډون وکړي.

مولوي عبدالکبیر همداراز وویل چې د طالبانو امارت د یوه مسوول حکومت په توګه پر خپلو ژمنو عمل کوي او هڅه کوي چې د سیمې په مسایلو او د سیمې په ثبات او پرمختګ کې فعال رول ولوبوي.

دغه غوښتونکی چين ته ورغلی او زياته کړې يې ده چې له دغې ډلې سره د چين همکاري کولای شي په هېواد کې مثبت بدلونونه او اقتصادي وده راولي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي