۰

طالبانو په بدخشان کې د پنځه زره جريبه کوکنارو د کرکيلې د له منځه وړلو اعلان وکړ

پنجشنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۳
د طالبانو د ډلې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دغې ډلې جنګیالیو په بدخشان کښې څه دپاسه پنځه زره جریبه د کوکنارو کرل شوې ځمکه له منځه وړې ده.
د طالبانو د ډلې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دغې ډلې جنګیالیو په بدخشان کښې څه دپاسه پنځه زره جریبه د کوکنارو کرل شوې ځمکه له منځه وړې ده.

د دې ډلې تر کنټرول لاندې دغه وزارت نن  (پنجشنبه د ثور ٢٧مه) په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دې ډلې ګډو دفاعي او امنيتي جنګياليو د عملياتو له پيل راهيسې تر پنځه زره جريبه زياته کوکنار کرل شوي ځمکه له منځه وړې ده. د بدخشان ولایت په ارګو او خشکي ولسوالیو کې.

طالبانو ویلي، چې د ۲۱۹ عمر تريالي لوا د لومړۍ، دوهمې او اتمې پلې لوا جنګیالیو په دغه ولایت کې د کوکنارو تر بشپړ تخریب پورې د کوکنارو د اړولو بهیر ته د دوام ډاډ ورکړی.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو ډلې جنګیالیو د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو تر نامه لاندې یو بزګر په ډزو وواژه چې د بدخشان اکثره خلک یې ناراضه کړل او د طالبانو پر ضد یې پراخې مظاهرې پیل کړې.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي