۰

طالبانو په غزني کې دوه تنه په دور  وهلي دي

پنجشنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۶
د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د غزني ولایت په مرکز کې یې دوه تنه د "غلا" په تور په عام محضر کې اعدام کړي دي.
طالبانو په غزني کې دوه تنه په دور  وهلي دي
د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د غزني ولایت په مرکز کې یې دوه تنه د "غلا" په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

دغې محکمې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دغه کسان د ثور په ٢٦مه د چهار شنبې په ورځ د مقر ولسوالۍ د خلکو په مخ کې وو.
د اعلامیې پر بنسټ، هر یو یې 39 ځله وهل شوی.

اعلامیې همدا راز زیاته کړې، چې دغه کسان په یو کال بند محکوم شوي دي.

په همدې حال کې د طالبانو له خوا تورن ته د جسمي سزا ورکول د بشري حقونو د سازمانونو له پراخو غبرګونونو سره مخامخ دي. خو دغه ډله د هغه پر پلي کېدو ټينګار کوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي