۰

یوریشیا ټایمز: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ۲۳ سترې ترهګرې ډلې فعالیت کوي

پنجشنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۳
یوریشیا ټایمز په خپل تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې ۲۳ سترې ترهګرې ډلې فعالې دي.
یوریشیا ټایمز: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ۲۳ سترې ترهګرې ډلې فعالیت کوي
یوریشیا ټایمز په خپل تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې ۲۳ سترې ترهګرې ډلې فعالې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، چې نن پنجشنبه د ثور په ۲۷مه خپور شو، راغلي چې دغه ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او د نورو هېوادونو د ګټو پر ضد حرکتونه کوي.

په دغه راپور کې د تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامی غورځنګ، د ازبکستان اسلامی غورځنګ، تحریک طالبان تاجکستان او راجی اجی سنګر بلوچ ډلې یاد شوی دی.

راپور زیاتوي چې له دغو ډلو څخه هره یوه تر خپل چتر لاندې ډېرې څانګې لري.

دغې هندۍ ورځپاڼې زیاته کړې چې "په افغانستان کې د القاعدې اصلي رهبري د خپل عملیاتي وړتیا په سمبالولو بوخته ده."

په راپور کې د ملګرو ملتونو د راپور په حواله ویل شوي چې القاعده د افغانستان په غزني، لغمان، پروان او ارزګان ولایتونو کې اته نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي