د طالبانو د سروېډلې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په بغلان ولایت کې د تیرې اونۍ د سیلابونو له زیانمنو سره وکتل او ویې ویل چې د سروې له بشپړیدو وروسته به خپلې مرستې پیل کړي.
د طالبانو تر ولکې لاندې کلا د سې شنبې په سهار (د ثور ۲۹) د ملا برادر په حواله په یوه اعلامیه کې راغلي چې د سروې ټیمونو له خوا د شهیدانو دقیقې احصایې راټولې شوې او نغدي مرستې، خوراکي توکي او جامې وویشل شوې. د هر یو شهیدانو کورنیو او ټپیانو درملنه هم وشوه.
طالبانو زیاته کړې، چې د تخریب شویو کورونو، کرنیزو ځمکو، کانالونو، خندقونو او هم د ورک شوو څارویو د سروې ټیمونه به د شنبې په ورځ پیل شي او د طالبانو امارت په یاد شویو سیمو کې د سروې له بشپړولو وروسته به په یادو سیمو کې له زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړي. ذکر شوي به توزیع کړي.
ملا برادر وويل، چې د بغلان سربېره په نورو ولايتونو کې هم له سېلاب ځپلو سره نغدي او خوراکي توکي لېږل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د بغلان سېلاب ځپلي له يوې اوونۍ راهيسې له اوبو، ډوډۍ او سرپناه پرته په ډېر کړکېچن حالت کې ژوند تېروي، خو وسله والو طالبانو تر اوسه د سروې لړۍ نه ده پيل کړې.
جمهورخبري آژانس